امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په فارياب کې ووژل شول .

کابل باختر د ثورپنځلسمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان تيره شپه په فارياب ولايت کې له پوليسو سره په نښته کې  ووژل شول .
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمد کريم يورش  باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دفارياب ولايت ددولت اباد ولسوالۍ په جمعه قلعه کلي کې هغه وخت ووژل شول  چې دامنيتي ځواکونو په پوستو بريد وکړ او دامنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې جګړه کې  ٩ تنه نور وسله وال طالبان سخت ټپيان شوي دي
په دې بريد کې دغه راز يو پوځي سرتيرى شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته