امنیت

نهه ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٢٦
دهېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو پرون دهېواد په بېلابېلو سيمو کې د عملياتو په بهير کې نهه ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دافغانستان دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د خلکو د سر او مال د ساتنې او د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ګډ يرغليز عمليات ترسره کړل چې له امله يې د طالبانو د څلورو تنو سيمه ييز قوماندانانو په ګډون ٢٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اتلس تنه نوريې ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته