
کابل، د سلواغې۱۸مه، باختر
د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي پرسونل ته نن د یوې غونډې په ترڅ کې نوی واحد یونیفورم ووېشل شو.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني، چې په دغه غونډه کې يې ګډون کړی وو، د زندانونو له مسوولینو څخه غوښتنه وکړه، چې له بندیانو سره ښه چلند وکړي او د بندیانو حقوقو ته ژمن پاتې شي.
په ورته وخت کې د زندانانو چارو عمومي رئیس مولوي محمد یوسف مستري په یاد مراسمو کې له بندیانو سره د ښه چلند ډاډ ورکړ او وویل، چې ټولې ملي او نړیوالې رسنۍ کولای شې په آزادانه ډول د بندیانو د وضعیت په هکله د راپور جوړولو په موخه له زندانونو څخه لیدنه وکړي.
د مستري په خبره د تېر یوه نیم کال په موده کې يې د ۱۹ ښوونیزو دورو په پایله کې ۶ زره ۴۸۶ سرتېري د زندانونو د پالنې او ساتنې په برخو کې فارغ شوي دي.
نوموړي همدارنګه له نړیوالو موسسو څخه هم غوښتنه وکړه، چې له بندیانو سره د مرستې په برخه کې د یادې ادارې لاسنیوی وکړي.
د سرچینې په خبره په تېر یوه کال کې ۶۹ کسان بندیانو ته د نشه يي توکو د وړولو په تور نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې سپارلي دي.
د مسوولینو په وینا د زندانونو په اړه د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله ۳۹ ماده يي طرزالعمل په جدي ډول عملي کېږي، چې له مخې يې څوک د بندیانو د جسمي یا ذهني ځورول او شکنجه کول حق نلري.
د یادونې وړ ده، چې د زندانونو چارو ادارې په راتلونکي کې د یو داسې پلان خبر هم ورکړ، چې له مخې به يې د هېواد ټول زندانونه په منظم ډول څارل کېږي، ترڅو د بندیانو حقوق تر پښو لاندې نشي.
افغانمل