سیاستخبرونهامنیتTOP

تېر یوه کال کې د هېواد د پولو د لا خوندیتوب لپاره ۶۰۰ پوستې رامنځته شوې دي

کابل، د مرغومې ۱۰مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع سرپرست وزیر نن یکشنبې د تصفیوي او امنیتي  کمیسیون په خبري ناسته کې، چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې ترسره شوه، وویل چې د هېواد پولو د لاښې ساتنې لپاره په تېر یوه کال کې د امنیتي ځواکونو ۶۳ کنډکونه، ۱۰۸ بېزونه او ۶۰۰ امنیتي پوستې رامنځته او په ټولو امکاناتو، وسایلو او تجهیزاتو سمبال شوې دي.

د نوموړي دغه چاره د هېواد د پولو د ساتلو لپاره ګټوره بللې، زیاته کړې یې ده، چې دغه پوستې له امنیتي ننګونو سره د مبارزې په هدف مهمو سیمو کې رامنځته شوې دي.

سرپرست وزیر همدارنګه وویل، چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د اسلامي امارت په شرعي محاکمو کې ۴۶ زره څخه زیاتو جزایي دوسیو ته رسېدنه شوې، چې ۳۰ زره ۳۴۷ قضیې جنایي ملکي، ۱۲ زره ۱۸۹ قضیې د عامه امنیت او اداري فساد او ۴ زره ۲۶۱ یې د نظامي منسوبینو اړوند دوسیې وې.

مولوي محمد یعقوب مجاهد دغه راز د امنیتي صفونو له تصفیې څخه ډاډ ورکړی، زیاته کړې یې ده، چې ټول هغه کسان یې د اسلامي امارت له پوځي او ملکي لیکو ویستي، چې د نظام د بدنامۍ سبب ګرځېدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته