کابلباختر دزمري اوله
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ نن له غرمې مخکې په ارګ کې د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه.
باختراژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې
په پیل کې د ملي دفاع اود بهرنیو چارو وزارتونو مسؤولینو په افغانستان د ډیورنډ له کرښې هاخوا د توغندیو د بریدونو او له امله یې د اوښتې مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه د ملي امنیت شورا غونډې ته ریپوټ وړاندې کړ.
د ملي امنیت شورا غونډې د موضوع له څېړنې وروسته د امنیتي نهادونو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې لازم اقدامات تر سره او د بریدونو په اړه دې بشپړ ریپوټ ډېر ژر د ملي امنیت شورا غونډې ته وړاندې کړي.
دغه راز د ملي امنیت شورا د چارو د ادارې لوی ریاست ته دنده وسپارله تر څو د موضوع له څېړنې وروسته د توغندیزو بریدونو له امله د شهیدانو له کورنیو او زیانمنو شویو سره د کونړ ولایت له مسؤولینو سره په همغږۍ کې مرستې تر سره شي.
همدا راز د ملي امنیت شورا د سمنګان ولایت د پېښې او په دې برخه کې د ترسره شویو څېړنو، د لویو لارو د امنیت د ټینګولو او د خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر او میدان وردګو ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.