امنیت

په ناوې ولسوالۍ کې د موټر بم په بريدکې دوه تنه سرتيري ټپيان شول

لښکر ګاه باختر د لړم د میاشتې ۲۱ مه
د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ په شور شورک سيمه کې د کډو ځواکونو کمپ ته څېرمه د موټر بم چاودنه شوې چې له امله يې دوه تنه سرتیري ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل
يو حاموي ټانک چې په چاوديدونکو توکو بار وو،هدف ته له رسېدو مخکې د ملي اردو له خوا په نښه شوی او له منځه وړل شوی دی.
ځواک زياته کړه چې په دې چاودنه کې دوه تنه سرتيري برسيرن ټپيان شوي دي او روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ نه دی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته