کابل_ باختر دزمري شلمه :
دپکتيا ولايت دملي امنيت مرستيال دماين دچاودنې له امله ټپي شو .
دغه پيښه پرون د آريوب ځاځى ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت رامنځته شوه چې د عبدالجبار ځاځى د سپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ کړى شوى ماين وخوت .
دپکتيا ولايت دملي امنيت يوه خبرځاى باخترآژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې ددغه ولايت دملي امنيت مرستيال له يوه ساتوونکي سره يې ټپي شوى دى .
سيمه ييز مقامات وسله وال طالبان د دغې پيښې مسوول بولي او وايي چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ