غزني باخترد چنګاښ د مياشتې ۲۵مه
پوليسو د غزني ولايت د مرکز اړوند په پشتون اباد سيمه کې ديارلس تنه ماشومان د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل.
د غزني امنيه قومندان محمد مصطفی مایار باختر اژانس ته وویل څلورو تنو انسان تښتوونکو غوښتل چې ديارلس تنه ماشومان له دغه ولايت څخه د ګاونډي هېواد پاکستان د کويټې ښار ته وتښتوي.
مایار زياتوي چې انسان تښتوونکو ماشومان په دې موخه تښتوول چې د دولت ضد فعالیتونو کې روزنه ورکړي او بېرته یې د ورانکارۍ لپاره راولېږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ