کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٧
دملي امنيت دلوي رياست موظفينو له چاوديدونکو توکو باريو موټر او يو موټر سايکل په هلمند ولايت کې کشف کړل .
دملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي ، په چاوديدونکو توکو بار يو موټر او يو موټرسايکل چې دګرشک ولسوالۍ او د دغه ولايت دلښکرګاه ښار دصافيانو دکلي په مربوطاتو کې دتروريستانو له خوا د ترورستي فعاليتونو دترسره کولو په مقصد ځاى پرځاى شوي و چې د ملي امنيت د لوى رياست دموظفينو له خوا کشف او شنډ کړى شول .
په يوبل اقدام کې دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دهلمند ولايت دګرشک نهرسراج او د مارجې د ولسواليو په مربوطاتو کې دجلا جلا عملياتو په بهير کې دوسله والو مخالفينو له يو پټنځاى څخه څلور ميکاروف ، درې يوولس ډزي ، دتوغندي دتوغولو يوه دستګاه ، اته ماينونه ، شپيته کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ، دوه مخابرې ، دوه موټرسايکلونه ، په سلګونو ګولۍ او ډول ډول پوځي ادوات کشف او ترلاسه کړى او په دې اړوند يې درې تنه ونيول.
0 1 دقیقه لوستل