خبرونهټولنهTOP

د سالنګونو لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې ده

کابل، د لېندۍ ۲۸مه، باختر

د ټولګټو وزارت مسئولین وايي چې د سالنګونو لویه لاره لا هم د ترافیکو پر مخ تړلېده.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه وزارت ویاند مولوي حمیدالله مصباح وايي: د نفتي توکو یو ټانکر چې د یکشنبې په ماښام د سالنګونو لویې لارې په تونل کې اور اخیستی و، دا مهال د ټولګټو وزارت د پرسونل په هڅو، اور کابو شوی او د اورلګېدنې د پاتې شونو د پاکولو کار جریان لري.

مصباح زیاتوي چې دغه لویه لاره تر اوسه د ترافیکو پر مخ بنده ده.

هغه له ټولو هېواداولو څخه هیله کوي، چې د ټولګټو وزارت تر بیا خبرتیا پورې دې پر دغه تګلوري له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

د سیمه ییزو راپورونو له مخې، تر اوسه پورې د یادې پېښې له ساحې څخه، ۱۶ شهيدان او شاوخوا ۴۰ ټپيان را اېستل شوي دي؛ دغه ارقام وروستي نه دي او د ډېرېدو احتمال یې شته.

وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا