ښوونه او روزنه

دتخار دوالي له خوا په دغه ولايت کې درې ښوونځي جوړيږي .

کابل باختر دوري  پنځمه :
دتخار والي دخپلو شخصي پيسو په لګښت  او دخلکو په مرسته په دغه  ولايت کې  درې ښوونځي  جوړوي .
دتخار ولايت سيمه ئيز مقامات وايي ددغه ولايت  والي محمد ياسين ضيا په پام کې لري چې ددغه ولايت ديوشمير اوسيدونکو په مرسته  دتخار ولايت په مربوطاتو کې  درې ښوونځي  جوړ کړي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې: دتخار ولايت سيمه ئيز مقامات په داسې حال کې ددغه ولايت دوالي په نوښت  ددريو ښوونځيو دجوړولو خبر ورکوي چې دهېواد جمهور رييس دتخار والي دعلم دوست شخص په توګه بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته