
کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر
د ټولګټو وزارت وايي چې د سالنګونو لویې لارې ديارلسمه گالري به ډېر ژر د ترافيکو پر مخ خلاصه شي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي: د ټولګټو وزارت د روان کال په وروستۍ نیمایې کې د سالنګونو لویې لارې د ۳۰ کیلومتره (۱۰ کیلومتره کانکریټي او ۲۰ کیلومتره اسفالټ) سړک د اساسي رغونې کار پیل کړ، چې اوس هم دوام لري.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ د تونل د اساسي رغونې په موخه اړتيا وه، چې په مؤقت ډول د سالنګونو لويې لارې تونل د ترافیکي وسایطو پرمخ بند او بدیله لاره ( د شیبر کوتل لار) غوره شي.
د ټولګټو وزارت وايي: دا چې، اوسمهال په ژمي موسم کې د شيبر کوتل لاره د سالنګونو لویې لارې پر ځای د تګ راتګ لپاره غوره بدیل نه دی او هېوادوالو ته ستونزې پېښوي؛ په همدې دلیل د یادې پروژې د اساسي رغونې چارې درول کېږي او په حمل میاشت کې بېرته پیلېږي.
دغه وزارت همدارنګه یادونه کړې چې ديارلسمه گالري، چې کار يې په بشپړېدو دی؛ ډېر ژر به د ترافيکو پر مخ خلاصه شي.
د یادونې وړ ده چې د سالنګونو لویه لاره یوه تجارتي او ټرانزیټي لاره ده چې شاوخوا ۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري.
دغه لاره چې د هېواد د شمال ۹ ولایتونه له مرکز او یو شمېر ولایتونو سره نښلوي؛ په وروستیو څو کلونو کې د لوړ تناژ باروړنکو موټرو د تګ را تګ له امله ډېره خرابه شوې او ځايي اوسېدونکي او مسافر له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
وهاج