ورزش

دکوثر ټيم دازادي پر ټيم بريالى شو

کابل باختر دوږي  اتمه :
دهرات دفوتبال  ددويم لاس دټيمونو سياليو نن سهار په يوې لوبې سره دوام وموند.
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل : په دغو سياليو کې دکوثر او ازادي ټيمونو لوبه وکړه چې  د دوو په مقابل  کې په دريو سره دکوثر ټيم په ګټه پاى ته  ورسيده .
دغه سيالۍ ددولسو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي .
دغه راز دفوټبال   دلومړي لاس دسياليو په دوام پرون مازيګر  د هيري او اماني ټيمونو لوبه له ګول  پرته برابره پاى ته ورسوله .
دغه سيالۍ  دلسو ټيمونو ترمنځ  په هرات ولايت کې پيل شوې دي  چې په دوام يې ټاکل شوې ده  نن مازيګر دخراسان ټيم له اتحاد غوريان سره لوبه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته