
کابل، د لېندۍ ۲۱مه، باختر
د سالنګ لویې لارې د ساتنې مسوولین وایي، چې د دغه لویې لارې د تونل د بیا رغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د کابل – مزارشریف لارې موټر چلوونکو له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې د اسلامي امارت په راتلو سره د سالنګ زیاتې برخې جوړې شوې او اوس په دغه لاره باندې پرته له کومې ستونزې سفر کوي.
د یادولو وړ ده، چې د ټولګټو وزارت په پوره پاملرنې سره د سالنګ تونل او د دې لارې د ځينو برخو د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې تر دې دمه یې زیاتې برخې جوړې شوي او پاتې برخې د جوړېدو په حال کې دي.
اندړوال\ص