امنیت

په چورې ولسوالۍ کې ۵ تنه وسله وال ووژل شول

ترینکوټ باختر د کب دمیاشتې ۱۹ مه
د روزګان ولایت د چورې ولسوالۍ په قلعه زاغ سیمه کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان د افغان  ځواکونو  سره په نښته  کې  وژل شوي دي.
د چورې ولسوالۍ یوه سیمه ییز مسوول د  باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د چورې  ولسوالۍ په  قلعه زاغ سیمه کې د ملي اردو په پوسته برید کړی.
سرچینه زیاتوي دغه برید چې څو ساعته يې دوام وکړ په ترڅ کې يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته