امنیت

په سرپل کې اووه ويشت پروژې پرانستلې شوې

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٥
د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې ٢٧ پروژې د ملي پيوستون دپروګرام له لارې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې.
دسرپل ولايت د کليو د بياجوړولو او پراختيا رييس انجنير احمد جاويد دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو پروژوکې د پنځو، شپږ ټولګيزو ښوونځيو د ودانيو جوړول، د څلورو ټولنيزو ودانيو، د يو روغتيايي کلينيک د ودانۍ جوړول، د څښاک د اوبو د دريو څاه ګانو کيندل ، د څښاک د اوبو د يوې زيرمې جوړول، دڅه دپاسه دوو کيلومترو په اوږدوالي د څښاک د اوبو د شبکې غځول، د زراعتي اوبو د دوو زيرمو جوړول، د څلور ديرشو مترو په اوږدوالي د استنادي ديوال جوړول، د څه دپاسه دريو کيلومترو په اږدوالي د سړک جوړول او کريړ اچول او د څلورويشتو مترو په اږدوالي او شپږو مترو په سور د موټر د تګ راتګ د يوه پله جوړول شامل دي چې د دغه ولايت د صياد ولسوالۍ په ٢٤ کليوکې بشپړې او ګټې اخستنې ته سپارلې شوې دي.
ده څرګنده کړه: دغه پروژې د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت له بودجې څخه د څه ناڅه ٥٩ مليونو افغانيو په لګښت جوړې شوې دي چې ٧ زره ٣١٩ کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته