خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د ولایتونو امنیتي وضعیت او د والیانو مسوولیت

کابل / د غبرګولي ۶ مه / باختر

په وروستیو کې د ګڼو ولایتونو امنیتي وضعیت ترینګلی شوی دی او په ځینو کې خو حالت د خورا جدي اندېښنې دی. هر والي د خپل اړوند ولایت د امنیت مسوول دی. د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:

والي په خپل اړوند ولایت کې د مرکزي حکومت او په ځانګړي ډول د جمهوررییس استازی دی. ځیني خو والیان د مرکزي حکومت هنداره ګڼي او د والي په وجود کې مرکزي حکومت ویني. والیان د مرکزي حکومت اړیکې له سیمو او ولسونو سره تامینوي. که دا اړیکې ښې، رغندې او فعالې وي، نو بیا هم مرکزي حکومت غښتلی دی او هم سیمه ییز؛ خو که دا اړیکې کمزوې وي، کړکېچنې وي او له لوړو ژورو سره مل وي؛ نو بیا هم مرکزي حکومت له ستونزو سره مخ کېږي او هم سیمه ییزه حکومتولي ټکنۍ کېږي. موږ دلته د سیمه ییزه حکومتولۍ پر نورو اړخونو بحث نه کوو، یوازې د امنیت موضوع څېړو او په دې برخه کې د والیانو مسوولیت ته ځغلنده کتنه کوو.

والي د خپل اړوند ولایت د ټولې ادارې مشر دی او د خپل مسوولیت په اړونده ساحه کې د امنیت د ټنیګولو لومړی درجه مسوول دی. که په کوم ولایت کې امنیتی حالت کړکېچن کېږي؛ نو پوښتنه یې باید له والي وشي. منو چې هلته به نورمسوولین په ځانګړي ډول نظامیان هم مسوولیت لري او هغوی له مسوولیته تښتېدای نه شي؛ خو تر ټولو ستر مسوولیت والي ته ځیر دی. والي باید د خپل ولایت د مرکز، ټولو ولسوالیو، کلیو او بانډو پر حالت ښه خبر وي. دی باید د امنیتي حالت په اړه یو روښانه او څرګند تصویر ولري. ده ته باید د خپل اړوند ولایت په امنیتي سیستم کې ټولې تشې او نیمګړتیاوې ښې معلومې وي. ده ته باید هغه کمزورتیاوې هم ښې معلومې وي چې دښمن ترې ګټه پورته کولای شي او د ولایت امنیت او ثبات ننګولای شي. که والي دغه راز معلومات نه لري، دا ډول هراړخیز او بشپړ تصویر نه لري؛ نو مانا یې دا ده چې دی د ولایت پر حالاتو هېڅ خبر نه دی او د یو مشر او په اړوند ولایت کې د مرکزي حکومت او جمهوررییس د استازي په توګه نه، بلکې د یو عادي مامور په توګه کار کوي، سهار دفتر ته راځي او مازیګر بېرته کور ته ځي او د نورو په لاس د لیکل شویو مکتوبونو له لاسلیک کولو پرته بل نوښت او خلاقیت نه لري.

که موږ ټولو هغوولایتونو ته چې امنیتي حالت یې ښه نه دی، کتنه وکړو؛ نو هرومرو دې پایلې ته رسېږو چې والیان یې پورته یادې شوې وړتیاوې نه لري. دوی د خیال پر غونډۍ ناست دي او له امنیتي پرمختیاوو ناخبره دي.

والیان باید د امنیت په ټینګولو کې خپل مسوولیت درک کړي او هغه سرته ورسوي. افغانستان اوس په ډېر حساس پړاو کې دی. موږ تکړه، فعالو، هڅاندو او نوښتګرو والیانو ته اړتیا لرو. د والیانو ټاکل یوازې د جمهوررییس واک دی او اساسي قانون دا واک ورکړی دی، که څوک دا واک ننګوي، مانا یې دا ده چې اساسي قانون ننګوي او څوک چې اساسي قانون ننګوي، مانا یې دا ده چې نظام نه مني او څوک چې نظام نه مني، مانا یې دا ده چې له وسله والو مخالفانو سره یې هېڅ توپير نشته، ځکه هغوی هم نظام نه مني.

والیان باید په خپلو اړوندو ولایتونو کې د ډاډمن امنیت ټنیګول خپل تر ټولو ستر مسوولیت وبولي او په ښه توګه یې سرته ورسوي.

ختم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته