کابل/ د مرغومي ۱۴مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې مذاکره کوونکي پلاوي رئیس او غړو سره چې ټاکل شوې د سولې مذاکراتو په دویم پړاو کې د ګډون په موخه ژر د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي، وکتل.
په دغه کتنه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مذاکره کوونکي پلاوي رئیس محمدمعصوم ستانکزي په تېرو څو اوونیو کې د افغان ولس له بېلابېلو اقشارو سره د خپلو لیدنو او مشورو راپور، له جمهوررئیس سره شریک کړ.
هغه زیاته کړه، پلاوي د سولې په اړه د مدنې ټولنې، ځوانانو او ښځو او ملي شورا کې د خلکو د استازو په شمول د افغان ولس د بېلابېلو اقشارو غوښتنې او لیدلوري اورېدلي، ترڅو د دوی د لیدلورو او هیلو په رڼا کې د مذاکراتو په دویم پړاو کې د افغان ولس غوره استازولي وکړي.
جمهوررئیس غني د یادو خبرو له اورېدو وروسته په دوحه کې د سولې مذاکراتو په لومړي پړاو کې د افغانستان اسلامي جمهوريت مذاکره کوونکي پلاوي د ښې استازولۍ قدرداني وکړه.
جمهوررئیس د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره د سولې مذاکره کوونکي پلاوي له کتنو او د سولې مذاکراتو په دویم پړاو کې د استفادې په خاطر د هغوی د لیدلورو د جمع بندۍ مننه وکړه وې ویل، د افغان ولس د بېلابېلو اقشارو لیدلوري او نظریات، د سولې مشورتي لویې جرګې مشورې او اساسي قانون ستاسې د صلاحیتونو حدود او اجنډا تعیینوي.
د هیواد جمهوررئیس مذاکره کوونکي پلاوي ته په خطاب کې وویل، د افغانستان دولت او ولس ستاسې ملاتړ کوي او هیله لري چې
د اساسي قانون په رڼا او د افغان ولس د لیدلورو مطابق مذاکره وکړئ، ترڅو دغه مذاکرات بریالي ترسره شي.
جمهوررئیس غني د سولې په مذاکراتو کې د بین المللي بریالو تجربو د یادولو پر مهال، د سولې مذاکره کوونکي پلاوي څخه د دولت د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ او د سولې مذاکراتو نوي پړاو کې یې ورته د بریا هیله وکړه.
د دغې کتنې په پای کې، د سولې مذاکره کوونکي پلاوي د سولې په اړه د جمهوررئیس د نظریاتو او تجربو قدرداني وکړه وې ویل، دا لیدلوري او تجربې به زموږ لپاره د مذاکراتو په دویم پړاو کې غوره لارښود وي.