
کابل، د سلواغې ۲۰مه، باختر
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست چارواکي وايي، چې د سالنګونو په شمال کې د توپان ترڅنګ د واورې اورښت او د سالنګ په جنوب کې د سختې واورې اورښت پرون ماسپښین پیل شوی او لا هم روان دی.
د سالنګونو رييس ابو محمد حافظ محمد يعقوب د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې دغه لويه لاره تر اوسه پورې له شمال څخه جنوب ته د بار وړونکو وسايطو پرته له ټېلرونو او د دوه طرفه مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه ده او ټول موټر کولای شي، چې د ځنځير(چین) په تړلو سره تګ راتګ وکړي.
د نوموړي په وینا، په شمال کې د واورې د طبقې پلنوالی ۱۰ سانتي متره او په جنوب کې ۲۵ سانتي متره دی او اټکل کېږي، چې د واورې اورښت تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو لپاره دوام وکړي.
لمر