ورزش

د فوټبال ورزشکارانو ته د مربي ګرى د کورس جوړول

-کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٥
په سمنګانو ولايت کې د فوټبال ديرشو تنو ورزشکارانو ته د مربي ګرى روزنيز کورس جوړ شو.
د سمنګانو ولايت د ورزشي آمريت ښوونکي او د فوټبال فدراسيون مسوول تاج محمد خدا داد د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پنځه ورځنى روزنيز پروګرام د افغانستان د فوټبال فدراسيون له خوا جوړ شوى دى او د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو ديرشو تنو غوره ورزشکارانو پکې ګډون کړى دى.
ده زياته کړه: د دغه روزنيز پروګرام د جوړولو هدف د ورزشي ټيمونو د مسوولينو د پوهاوى د کچې لوړول دي چې پنځه ورځې دوام کوي.
د يادونې وړ ده چې د فوټبال ورزش په سمنګانو ولايت کې وده کړې ده او د دغه ولايت ځوانان په٨٠ ورزشي ټيمونوکې تنظيم دي.
v

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته