پيښور- باختر دسلواغي دولسمه:
په پيښور ښار کې دپوليسو په يوې ليږدونکې واسطې ځانمرګې بريد وشو چې له امله يې څه ناڅه نهه تنه ټپيان شول .
ددغې پيښې ټپيان دپيښور د ليدي ريډنګ روغتون ته ليږدول شوي دي .
په دې چاودنه کې د نهو تنو په ټپي کيدو سربېره، دپوليسو د موټر په ګډون نهه لږدونکې واسطې زيانمنې شوې دي .
دپيښور دپوليسو يو افسر وويل چې دغه بم مقناطيسي ډوله و چې د پوليسو په موټر کې ځاى پرځاى شوى و .
1 د یوې دقیقې څخه لږ