سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د سترو هېوادونو ترمنځ سيالۍ او تاوتريخوالی په نړۍ کې د اقليم د بدلون اصلي عامل دى

کابل، د لړم ١٨ مه، باختر

په نړۍ کې هغه هېوادونو د اقلیم په بدلون سره ډېره قرباني ورکړې، چې د نورو هېوادونو ترمنځ یې ناوړه سیالۍ نه ده کړې.

د باختر آژانس مبصر ليکي: د نړۍ هېوادونو استازو په دې وروستيو کې په مصر کې د يوې غونډې په ترڅ کې د اقليم د بدلونونو په اړه خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د اقليم بدلون زياتره د هوا له تودېدو سره اړه لري، که چېرې په نړۍ کې د اقليم د بدلون ژورتيا ته ځير شو دغه ناتار زياتره د سترو صنعتي هېوادونو د عملونو زېږنده ده، چې د  ثروت او قدرت د زياتوالي لپاره د بشر له ژوند سره لوبې کوي او د صنعت او د نورو فعاليتونو په تېره بيا د اټومي فعاليتونو په پراختيا سره د ګلخانه يي ګازونو د توليد سبب شول او نړۍ يې له داسې حالت سره مخ کړه چې پايله يې  يو ناتار دى.

نړيوالې ټولنې په ٢٠١٥ کال کې د ځمکې له تودوښې سره د مقابلې لپاره په پاريس کې يو کنفرانس جوړ کړ او په هغه کې د امريکا، چين، بريټانيا او روسيې په ګډون سترو صنعتي هېوادونه ژمنه وکړه، چې د ځمکې د تودوښې درجه به دوه درجې ټيټه کړي، خو نن دغه هېوادونه خپلې ژمنې هېروي او په سياسي او اقتصادي ډګر کې د سيالۍ په دليل نور د پاريس د غونډې پرېکړې له پامه غورځولي دي.

د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي په څرګند ډول ويلي چې امريکا او بريټانيا د ځمکې د تودوښې د کمولو په برخه کې په خپلو پولي ژمنو عمل نه دى کړى او دغه راز امريکا او چين چې د ځمکې د تودوښې اصلي عاملين پېژندل کېږي اغېزمن کار نه دى کړى او په اصل کې د پاريس د کنفرانس د موافقو په اړه کوم حرکت نه دی تر سره شوی او امريکا د ترامپ د جمهوري رياست په دوره کې د پاريس کنفرانس له موافقو څخه ووتله.

نن د ځمکې د تودوښې ستونزه نوره هم جدي کېږي خو تاوان يې هغه هېوادونه ورکوي چې په دې بحران کې ښکېل نه و، له دې جملې څخه افغانستان هرکال د ځمکې د تودوښې له پلوه دوه ميليارده ډالره زيان مني چې د ځمکې تودوښه په دغه هېواد کې د واورې او باران د اورښت د زيات کمښت سبب شوى دى. افغانستان زيات کلونه کېږي، چې له وچکالۍ سره لاس او ګريوان دى.

د افغانستان اسلامي امارت په دغه هېواد کې له اقليمي بدلون سره د مبارزې په لاره کې د نړيوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې او نړۍ بايد له دغه هېواد سره مرسته وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د اقليمي بدلونونو د نړيوالې غونډې له جوړولو سره جوخت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د نړيوالو مرستو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې افغانستان سږکال د اقليمي بدلونونو له پلوه دوه ميليارده ډالره زيان ليدلى دى.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په نظر په افغانستان کې د اقليمي بدلونونو له امله مرستې کولاى شي په هېواد کې اقتصادي ثبات رامنځته کړي.

په اعلاميه کې ويل شوي، چې د اقليم د بدلون اغيزې سياسي پوله نه پېژنې له دې امله د حل لارې هم بايد له سياسي کتنو لرې وي په داسې حال کې چې د سترو هېوادونو ترمنځ سيالي او تاوتريخوالي په نړۍ کې د اقليمي بدلونونو اصلي عامل دى، هيله ده چې په نړۍ کې د اقليمي بدلون د پراختيا ستونزه د هغو هېوادونو په پراخ، مسوولانه او عادلانه نظر تعقيب شي  له دې پرته د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي ګوترېش د څرګندونو له مخې نړۍ له اقليمي بدلونونو سره د مرګ په واټ ګام ايښى دى او د ځمکې کره د نابودۍ په درشل کې ده او دا کومه ټوکه نه ده.

ذ \ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا