کابل / باختر د لړم د مياشتې ٥ :
ترکمنستان په افغانستان کې د پرونۍ زلزلې له امله له مصيبت ځپلوکسانو سره مرسته کوي.
د بهرنيو چارو وزارت يوه خبرځاى باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ترکمنستان جمهور رئيس قربانعلي بردي محمدوف په افغانستان کې د پرونۍ زلزلې له امله د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس او اجرائيه رئيس او د دغه هېواد ټولو خلکو ته د ډاډګيرنې او همدردۍ د مراتبو په څرګندولو سره د ١٢٠ ټنو اوړو او د ١٢٠ ټنو سمنټو په ګډون د دغه هېواد اړوندو مراجعو ته د بشردوستانه مرستو د ليږلو لارښونه صادره کړه چې ټاکل شوې ده سبا د روان کال د لړم د مياشتې په شپږمه د چهارشنبې په ورځ دغه مرستې د آقينه بندر له لارې افغانستان ته وليږدول شي.