کابل باختر د کب دولسمه :
دښحو پرخلاف دتاوتريخوالي اته قضيې دنيمروز ولايت د ښځو دچارو په رياست کې ثبتې شوې دي .
دنيمروز ولايت دښځو دچارو رييسې آمنې حکيمي دباختراژانس خبريال ته وويل: په دغو قضيو کې دطلاق درې پيښې دوهلو ډبولو يوه پيښه له کور څخه دتيښتې يوه پيښه ، دوه جبري ودونه او دکورني تاوتريخوالي يوه پيښه شامله ده چې دتيرې مياشتې په بهير ددغه ولايت دښځو دچارو په رياست کي ثبتې شوې دي .
آمنې زياته کړه : څوارلس قضيې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دبندولو دکميسيون او د نداې زن دکميسيون له لارې حل شوې دي او نور يې دڅيړنې په مقصد اړوندو ادارو ته سپارلې شوې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ