ټولنه

دباميانو دبشر دحقوقو لاس ته راوړنې بيان شوې .

-کابل باختر د  زمري پنځمه :
په باميانو ولايت کې دبشر دحقوقو  دخپلواک کميسيون دپنځلسو کلونو لاس ته راوړنې او دبشر دحقوقو دبنسټيز کيدل پرون په يوه غونډه کې بيان شول  .
په دې غونډه کې چې دباميانو دبشر دحقوقو دکميسيون دساحوي دفتر له خوا جوړه شوې وه دباميانو والي محمد طاهر زهير، اخلاق  او وجدان يې دبشر دحقوقو اصلي ملاتړ وباله او ويې ويل  دبشر دحقوقو فعالين له وسلې پرته په انساني اخلاقو او له زور پرته دبشر دحقوقو اوعدالت  دتامينولو په لاره کې مبارزه کړې ده . 
زهير  دبشر دحقوقو موازين ديوې ټولنې  دفرهنګ او زړه  څخه پاڅيدلى  وباله چې دټولنې  دفرهنګ او ارزښتونو په ملاتړ وده کوي .
دباميانو والي ژمنه وکړه چې په باميانو کې دبشر دحقوقو دتامينولو ملاتړ کوي او دغه ژمنه دبشر دحقوقو اداري اواخلاقي او دپشر دحقوقو دارزښتونو ددفاع ژمنه ده .
په دې غونډه کې دباميانو دبشر دحقوقودساحوي دفتر مسوولې زهرا معتمدي  ددغه کنفرانس  دجوړولو هدف په افغانستان کې  دبشر دحقوقو دتامينولو او بنسټيز کولو په لاره کې دپنځلسو کلنو کار  او هلوځلو نمانځنه وبلله  او په هېواد کې يې ددغه کميسيون برياليتوبونه بيان کړل .
په دې کنفرانس کې دغه راز ديو ناما دساحوي دفتر رييس دباميکا دلوړو زده کړو دموسسې يوتن استاد ډاکتر جوادي  دولايتي شورا غړي طيبې  خاورې  او دمدني ټولنې استازي امنې حسن پور خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته