_ کابل باختردمرغومي دمياشتې ١٢ نيټه :
سره له دې چې د غزني دبرېښنا شبکه فعاله شوې ده، خو ددغه ښار يو شمېراوسيدونکي دبرېښنا د ناعادلانه ويش له امله سرټکوي.
له غزني ښار څخه د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې ؛ په غزني ښار پورې اړوند د نواباد او توحيد آباد د ساحو اوسيدونکي وايي چې، په غزني ښارکې په ځينو محدودو ساحو برېښنا وېشل شوې ده او هغه خلک چې له ښارڅخه په لرې ساحو کې ژوند کوي د برېښنا له نعمت څخه بې برخې دي.
په همدې حال کې د غزني د والي وياند عارف نوري وايي چې، تر اوسه پورې دښار په زياترو سيمو کې د برېښنا دلېږدونې ستنې نه دي درولې شوي،نو له همدې امله دځينو ساحو اوسيدونکي دبريښنا له نعمت څخه بې برخې دي.
ده زياته کړه چې، د غزني ولايت مشرتوب هوډمن دى چې، د روان کال د پسرلي په لومړيو وختو کې په نورو سيمو کې د برېښنا دلېږدونې دستنو ددرولو کار پيل کړي چې، د ټولو مرکزي ساحو اوسيدونکي دبريـښنا له نعمت څخه ګټه واخلي.
ده وويل ؛ پخوا د غزني اوسيدونکو له ډيزلي برېښنا څخه استفاده کوله چې د هر کيلو واټ بيه به يې له پنځوسو څخه تر شپيتو افغانيو پورې ورکوله،خو اوس له غزني سره د برېښنا د شبکې په پيوستون سره دغه اندازه پنځو افغانيو ته راټيټه شوې ده .
داپه داسې حال کې ده چې دغزني والي انجينر عبدالکريم متين ويلي دي چې، د کابل د لس ميګاواټه برېښنا شبکه چې دغزني ښار ته غځيدلې ده دغزني ښار دروښانولو دچارو لپاره کفايت کوي.
پاى سعيده ذ
0 1 دقیقه لوستل