روغتیا

په پلخمري کې په سلګونو کورنۍ دڅښاک له روغتيايي اوبو څخه ګټه اخلي

کابل باختر د ليندي لومړى :
دنهومليونو افغانيو په لګښت  دپلخمري ښار په مربوطاتو کې  دڅښاک دروغتيايي اوبو  ديوې شبکې  دجوړولو کار پرون پيل شو .
  دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس  انجنير عبدالاول  احدزي دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې دغه شبکه  په  پلخمري ښار پورې اړوند زمانخيلو کلي کې  جوړيږي او ددولسو کيلومترو په اوږدوالي تر پلخمري ښار پورې  غځول کيږي .
  ده  څرګنده کړه چې دغه  شبکه  دبغلان ولايت  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست  له پرمختيايي بودجې څخه  دنهو مليونو افغانيو په لګښت  په نهو مياشتو کې جوړيږي .   ده وويل  چې ددغې شبکې  دڅښاک له روغتيايي اوبو څخه  دپلخمري ښاريان او دزمانخيلو دکلي  خلک  ګټه اخلي .   ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته