کابل / د کب لومړۍ / باختر
د کندز د ځوانانو ټیم په دغه ولایت کې د تکواندو په کورنیو سیالیو کې د اتلولۍ جام وګاټه.
دغه سیالۍ د کندز له کورنیو کلپونو څخه د١٠ ټیمونو ترمنځ د ښار په مرکزي لوبغاړي کې ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې درخشان د تکواندو ټیم دویم او آریانا او تابان ټیمونه دواړو درېیم مقامونه خپل کړل.
د افغانستان د تکواندو فدراسیون مسوول استاد محمد خالد مشعل باخترآژانس ته وویل چې دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د ورزش د ودې او د غوره څېرو ټاکنې په موخه ترسره شوې.
په همدې حال کې د افغانستان د تکواندو فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د تکواندو د ودې لپاره به د هېواد په ګوټ ګوټ کې دغه شان سیالۍ پیل شي.
ع