کابل باختر دمرغومي درې ويشتمه :
په روزګان ولايت کې ددښمن دوه قرارګاوې نن دهېواددپوځيانو له خوا ونيولې شوې.
د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، ددغو قول اردو ځواکونو له نورو امنيتي ځواکونوسره دروزګان ولايت دسفيد خار او حسين شاه غونډى په ساحو کې عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې ددښمن دوه قرارګاوې ونيولې شوې .
په دغو عملياتو کې دوه تنه دښمنان وژل شوي او اته ديرش ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ