سیاست

د سترې محکمې عالي شورا غونډه وکړه

_کابل باختر دوري دمياشتې ١١ نيټه :
د سترې محکمې  عالي شورا نن  د سترې محکمې د ريېس  قانونپوه سيديوسف  حليم په مشرۍ غونډه وکړه.
د سترې  محکمې د خپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ.
شورا لومړى  د جنسي تېري او د ښځې پرخلاف د تاوتريخوالي  د قضيو د څېړنې په وړاندې  د مرکز او  ولايتونو  د ابتدايېه او استيناف محکمو د ١٣٩٦ کال  د اجرااتو رپوټونه وڅېړل .
د رارسيدلو رپوټونوله مخې؛ په  ١٣٩٦ کال کې  په جنسي تېري پورې د اړوندو
قضيو په باره کې  ٢٣٥ قضيې  او د ښځې پرخلاف د تاوتريخوالي ٩٧٣ قضيې    چې ټول تورن   کسان يې  ١٦٢٠ تنو ته رسېږي  د ابتدايېه او استيناف محکمو له خوا څېړلې شوې دي  او په نتيجه کې يې  ١٤ تنه  په سختو مجازاتو ، ١٧٩ تنه   په دايمي بند ، ٢٢٤ تنه  په اوږد بند ، ٥٤٤ تنه  په منځني بند، ٥١٤تنه   په لنډمهال بند  او ٢٦٢ تنه  په نغدي جرمونو محکوم شوي    او ٢٥٣ تنو  له منسوبه تورونو څخه برآت ترلاسه کړى دى  .
د جنسي تېري ډيرې زياتې قضيې دکابل ، تخار ، جوزجان ،  بلخ ، کندز . ، قندهار او د هرات په ولايتونو کې او دغه راز د ښځې پرخلا ف د تاوتريخوالي ډيرې زياتې قضيې دکابل ،بلخ ، دايکنډي ، هرات ، تخار، کندز، باميانو او د بدخشان په ولايتونو کې اړوندو محکموته  محولې شوې دي  .
څېړنې ښيي چې  په  ١٣٩٦ کال کې  د ١٣٩٥  کال په پرتله   د قضيو د څېړنې په برخه کې  ٣٣٥  قضيې   او د تورنو کسانو د شمېر په برخه کې   ٥٤٨ تنه   زيات شوي دي .
وروسته  د قاضيانو د ځينو وظيفوي  سرغړونوپه باب غور وشو   او د قضايي پلټنې   د لوى رياست  د رپوټونو او د تدقيقي نظريو  پربنسټ   د باميانو او دايکنډي د ولايتونو د محکمو ١١ تنو قاضيانو ته  د دوى د وظيفوي سرغړونو له تشخيص او تثبيت وروسته   د قضايي سرغړونو د څېړنې د څرنګوالي د مقررې له  حکمونوسره سم لازمې تاديبي  جزاګانې تجويزې شوې.
په همدې ترتيب  د بيا کتنې  ٤ جزايي قضيې د لوى څارنوال د مرستيال   محترم ډاکټر علامه او د هغه د همکارانو ، د محکومينو د خپلوانو  او مدافعو وکيلانو  په شتون  د  جزايي اجرااتو د قانون د ٢٨٢ مادې د حکم د شرطونو په رڼا کې   تر غور لاندې ونيول شوې   او په هر مورد کې لازم تصميمونه ونيول شول.
سربېره  پردې  د سترې محکمې عالي شورا  د لوى څارنوالۍ د ادارې د غوښتنې پربنسټ د ځينو دوسيو د محکمې بدلون تايېد کړ او هم   د ځينومشخصو  جزايي دوسيو د څېړنې په مقصد د هېواد  بېلابېلو محکموته د څېړنې واک ورکړاى شو.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته