کابل باختر د وري اوومه :
د ملي دفاع او د کورنيو چارو وزارت يوه جګپوړي هيئت لوګر ولايت ته په سفر کې د دغه ولايت امنيتي حالات وڅيړل.
د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې ددغه هيئت غړو د لوګر له والي، امنيه قوماندان، په لوګرکې مېشت د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې لوا له قوماندان، د دغه ولايت د ملي امنيت له رييس، د لوګر د والي له مرستيال، د ولايتي شورا له رييس او نورو مسوولينو سره په کتنه کې د دغه ولايت امنيتي حالات وڅيړل.
دغه راز په دې کتنه کې د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد د زياتو عملياتو په طرحې هم خبرې اترې وشوې.
ختم_ سعيده _ اکرم
7 1 دقیقه لوستل