(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنهTOP(PS)

د ستنډرډ ملي ادارې ۱۳ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد کړل

کابل، د زمري ۱۱مه، باختر

د سټنډرډ ملي ادارې ایران هېواد ته د ۱۳ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی.

یادې ادارې نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د فراه ولایت په ۷۸ میل بندر کې يې ۱۳ ټانکره بې کیفیته تیل (ډیزل او پطرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه  نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.

د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې تر دې وړانډې هم هېواد ته د لسګونه ټانکره بې کیفیته نفتي توکو د واردېدو مخنیوی کړی دی.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا