خبرونهاقتصادTOP

د ستنډرډ ملي ادارې ۲۴ ټانکره بې کیفیته ډیزل بېرته ایران ته مسترد کړل

کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر
د سټنډرډ ملي ادارې ایران هېواد ته د ۲۴ ټانکره بې کیفیته ډیزلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی.
یادې ادارې نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د هرات ولایت په اسلام قلعه بندر کې يې ۲۴ ټانکره بې کیفیته تیل (ډیزل) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، بېرته ایران هېواد ته مسترد کړل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تیلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.
د یادنې وړ ده، چې د سټنډرډ ملي ادارې وړمه ورځ هم ۵ ټانکره بې کیفیته ډیزل بېرته ایران ته مسترد کړي وو.
افغانمل

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا