نړۍ

په روغه جوړه کې ددموکراسي ارزښتونه او دښځو حقوق ترپښولاندې نه شي

دامريکا دبهرنيو  چارو وزيرې هيلري کلنتن پرون په بن کې دافغاني ټولنې له فعالينو سره چې دبن  په کنفرانس کې  دګډون په مقصد جرمني ته تللي دي وکتل .

له بن څخه دباختر اطلاعاتي اژانس  دخبريال دخبرله مخې  دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې له دغې کتنې وروسته له خبريالانوسره وکتل  او يوځل بيا يې دافغانستان له خلکو سره دامريکا اونړيوالې  ټولنې په همکاريو باندې ټينګار وشو.

دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې دباختر اطلاعاتي اژانس دخبريال دپوښتنې په ځواب کې  وويل هغه کسان چې له سولې سره يوځاى کېږي  بايد دافغانستان اساسي قانون ومني  ، وسلې پرځمکه  کېږدي  اوله تروريستي ډلو سره خپلې اړيکې وشلوي .

دي زياته کړه دسولې بهير داسې دي چې بايد ددموکراسي ، مدني ټولنې  ارزښتونه او دښځو اواقليتونو حقوق ترپښو لاندې نه شي .

دي دغه راز وويل که دا يوه افغانه ښځه وي دروغې جوې په خاطر نه غواړي ددموکراسي ارزښتونه اودښځو حقوق ترپښو لاندې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته