سیاست

د توتاپ پروژې په برخه کې دوه بيلابيلې نظريې .

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٧
ګن شمير خلکو نن په کابل کې په مظاهرو او لاريون لاس پورې کړ او دباميانو له لارې دهيواد جنوب ته دترکمنستان دبريښنا دليږدونې غوښتنه يې وکړه .
نننيو مظاهرو او لاريون دهيواد په پايتخت کابل کې دخلکو د ژوندانه عادي بهير ګډوډ کړ او په کابل ښارکې زياتره دوکانونه تړلي وو .
سره له دې چې ددغو مظاهرو او لاريون سازمان ورکوونکو چې د روښنايي غورځنګ يې بللى و تصميم درلود چې له لسو تګلورو څخه دکابل ښار د پښتونستان څلور لارې په لور حرکت وکړي او دجمهوري رياست ارګ ته څيرمه غونډه وکړي خو امنيتي تدبيرونو او دکابل ښار په ځينو سيمو کې کانتينري ديوالونو دښار مرکز ته دمظاهره کوونکو درسيدو مخه ونيوله.
په پاى کې دمظاهرو برخه والو دکابل ښار د دهمزنګ په ساحه کې غونډه غوره وبلله او دجمهوري رياست د پخواني مرستيال محمد کريم خليلي خبرې چې اوس دسولې دعالي شورا مرستيال دى واوريدې .
محمد کريم خليلي او نورو وينا والو ټينګار وکړ چې دغه پروژه دې بايد له لومړۍ طرحې سره سمه دباميانو له تګلوري څخه تيره شي او دخلکو دحق درناوى دې وشي .
دغه مظاهرې او لاريون له غرمې وروسته ديوې بجې په شاوخوا کې دملي وحدت او لعنت دې وي په نفاق اچوونکو په شعارونو سره پاى ته ورسيدل.
په داسې حال کې چې نن کابل د روښنايي دغورځنګ دغړو د مظاهرو او لاريون ډګروچې دباميانو له تګلوري څخه يې دترکمنستان دورداتي بريښنا سره په تيرولو يې ټينګار کاوه په پکتيا ،پکتيکا ،خوست او پروان کې زموږ يو شمير نورو هيوادوالو دنوې طرحې په پلوي لاريون وکړ ، دوى دسالنګ له تګلوري څخه د توتاپ پروژې په تطبيق ټينګار وکړ .
سره له دې چې د روښنايي دغورځنګ غړي او يو شمير سياستوال او آن د نظام مسوولين هغه سره کرښه او خپلې ګټې بولې هغه کسان چې دسالنګ له تګلوري څخه دترکمنستان دوارداتي بريښنا دليږدونې په پلوې خبرې کوي هم دسالنګ له تګلوري څخه دبريښنا ليږدونه سره کرښه او خپلې ګټې بولي همدا اوس دتوتاپ پروژې کار دجمهوري رياست له حکم سره سم ځندول شوى دى او جمهور رييس ديوه حکم په ترڅ کې يو کميسيون موظف کړى دى چې په دې باب له هر اړخيزې څيړنې وروسته رپوټ وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته