(PS)خبرونه(PS)نړۍ

د سربیا  پر یوه ښوونځي له برید وروسته د دغه هېواد د پوهنې وزیر استعفا وکړه

۹– کابل، د غوايي ۱۹مه، باختر

د سربیا د پوهنې وزیر برانکو روژیچ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې خپله استعفا یې صدراعظمې انا برنابیچ ته وړاندې کړې ده.

د بهرنیو رسنیو د خبرله مخې: دا اقدام  له هغه وروسته کیږي چې تېره چهارشنبه د پلازمېنې بلګراد په یوه ښوونځي کې د ډزو په پایله کې ۸ زده‌ کوونکي او د ښوونځي یو ساتونکی وژل شوي دي.

روژیچ  د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي و ښودله او ویلي، چې د ژوند تر پایه به د ښوونځي د پېښو ځوروونکي تصويرونه په ذهن کې ولري.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا