اقتصاد

د مالیي وزیر د ښې حکومتوالۍ او د ګمرکونو د عصري کولو په موخه د اروشا کنوانسیون هوکړه لیک لاسلیک کړ

کابل باختر د چنګاښ د مياشتې  ٢٥:
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، نن د (اروشا) کنوانسیون هوکړه لیک د ښې حکومتوالۍ او د ګمرکونو د عصري کولو په موخه د ګمرکونو نړیوال سازمان د سکرټر جنرال ښاغلي کانیو میکوریا او د اسیا حوزې لپاره د یاد سازمان د وړتیا لوړونې د مسؤل ښاغلي کازنري اګراشي په شتون کي لاسلیک کړل.
د ماليې وزارت د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
یاد کنوانسیون د مخ پر ودې له هیوادونو سره خپلو ملي موخو ته د رسېدو لکه، سوداګریزې اسانتیاوې، اصلاحات او له فساد سره د مبارزې په برخو کې مرسته کوي. 
د یاد کنوانسیون د هوکړه لیک د لاسلیک کولو پر مهال د مالیې وزیر وویل: د اروشا له کنوانسیون سره د افغانستان نښلیدل له موږ سره مرسته کوي چې د ګمرکونو په برخه کې بشري سرچینې او بنسټونه پیاوړي کړو تر څو د ملي عوایدو د راټولیدو ترڅنګ اقتصاد پیاوړې کړو او د ګاونډویو هیوادونو له ګمرکونو سره وصل شو او دا د اقتصادي ودې، کارموندنې او د سیمې له هیوادونو سره د سوداګرۍ لپاره یوه ښه وسیله بلل کیږي.
ده زیاته کړه: ډیر ژر به یو مجرب او ژمن افغان د ګمرکي/تخنیکي اتشې په توګه د ګمرکونو نړیوال سازمان (WCO) سره د اړیکو د ټینګولو په موخه یاد سازمان ته ور وپیژندل شي. 
د ګمرکونو نړیوال سازمان سکرټر جنرال ښاغلي کانیو میکوری  وویل: چې د ګمرکونو نړیوال سازمان د نړۍ د ګمرکونو د کور په څیر دی او موږ د افغانستان د ګمرکونو په عصري کولو، وړتیا لوړلو او د ګمرکونو د ښه مدیریت په برخو کې مرستو او تجروبو شریکولو ته لیوالتیا لرو.
افغانستان به د دې کنوانسیون له لاسلیک کولو سره په لسو برخو (رهبري او ژمنې، حقوقي چوکاټ، روڼوالی، اتومات جوړونه، اصلاحات او مډرنیزاسیون، څېړنه او بیا کتنه، د چلند ډول، د بشري سرچینو مدیریت او له خصوصي سکټور سره اداري کلتور او اغېزمنو اړیکو) کې خپلې ژمنې تر سره کوي.
د یادونې وړ ده چې د اروشا کنوانسیون د نړیوال سوداګریز سازمان (WCO) د ښې حکومتوالۍ، په دندو کې یو والی او له فساد سره د مبارزې په برخو کې قانوني سند دی چې د ۱۹۹۳ م کال په جولای میاشت کې د تانزانیا په اروشا ښار کې لاسلیک شو او د ۲۰۰۳ کال په جون میاشت کې بیا ولیدل شو.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته