اقتصاد

سلګونو تنو ته دکار زمينه برابره شوه .

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٧
په سمنګانو ولايت کې داستنادي ديوال دپروژې دکار په پيل کيدو سره سلګونو تنو ته دلنډمهال لپاره دکار زمينه برابره شوې ده .
دسمنګانو ولايت دکليو دبياجوړولواو پراختيا رياست دساحوي تنظيم دپروګرام مسوول مبارک شاه دباختر آژانس خبريال ته وويل:
په دې پروژه کې دڅه دپاسه پنځو مليونو افغانيو په لګښت دايبکو ښار دآئينه چه په کلي کې داتو مترو په لوړوالى او شپږ اتيامترو په اوږدالي د استنادي ديوال جوړول شامل دي .
مبارک شاه زياته کړه دغه پروژه به دنړيوال بانک په مرسته په راتلوونکو څلورو مياشتو کې بشپړه شي .
يوه اړوند خبرځاى وويل: ددغې پروژې د تطبيق هدف دسيند دغاړو ټينګښت او دائينه چه او دخواجه غار ترمنځ دسړک خوندي کول دي چې په سيند کې تطبيق شوې وه او دسيمې اوسيدونکو په سيند کې تګ راتګ کاوه ويل کيږي ددغې پروژې له ښګينو څخه ٣٤٢ کورنۍ ګټه اخلي او ٥١٢ تنو ته دلنډمهالې کار زمينه برابره شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته