سیاستخبرونهټولنه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر د بېلابېلو ولایتونو له اهل تشیع قومي مشرانو سره وکتل

 کابل، د تلې۱۱مه، باختر

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت  سرپرست  ملا نورالله نوري تېره ورځ  په خپل کاري دفتر کې د بامیان، میدان وردګو، غزني او دایکنډي ولایتونو له اهل تشیع قومي مشرانو سره وکتل.

په دې کتنه کې د قومندان عبدالولي خان په ګډون د یاد  وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن حقاني، د جرګو معین الحاج عبدالخالق عابد او د دفتر رئیس شیخ حضرت ولي حقاني هم شتون درلود .

د یادو ولایتونو قومي مشرانو له سرپرست وزیر څخه د دوی په سیمه کې د ښوونې، روغتیا او ځوانانو ته د کاري زمینې د برابرولو غوښتنه وکړه.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر د یادو مشرانو ستونزې واوریدې او د حل په موخه یې د همکاري ژمنه وکړه.

نوموړي همدارنګه ژمنه وکړه، چې وزګارو ځوانانو ته به د کار موندنې په موخه اړونده ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.

سرپرست وزیر همدارنګه د یادو ولایتونو له مشرانو څخه مننه وکړه، چې په خپلو سیمو کې يې تل د اسلامي امارت تر قیادت لاندې د امن او پرمختګ ملاتړ کړی دی.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا