اقتصادTOP

د جوزجان د افغان ګازتصدۍ مياشتني عوايد زيات شوي دي

کابل/ د مرغومي ١ / باختر:
د جوزجان د افغان ګاز تصدۍ مياشتني عوايد ٢٠ سلنه زيات شوى دى.
د جوزجان د افغان ګازو د تصدۍ رييس قاري محمد يوسف احمدي باخترآژانس ته وويل؛ د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د دغې ادارې په عوايدو کې شل سلنه زياتوالى راغلى دى.
د جوزجان د افغان ګازو تصدۍ یو شمېر انجینران وايي،، د اسلامي امارت په رامنځته کېدو سره د دغه ولایت د ګازي سيمو امنیت تامین شوی دی.
د جوزجان د خواجه ګوګردک لوى آمر انجنير فيروز قاسمي وايي، د دې ادارې د عوايدو د زياتوالي په موخه د ګازو د غوښتونکو د اړتياوو د پوره کولو په موخه د ګازو استخراج او پروسس کوي.
د جوزجان د خواجه ګوګردک د لوى امر د څرګندونوله مخې، د دغه ولایت ګاز له استخراج وروسته له څو پړاوونو تېرېږي او له بشپړ پروسس وروسته به یې د وېش بهیر پیل شي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغان ګازو تصدى په ٢٤ساعتونو کې د ۶۵۰ زره متر مکعب ګاز د استخراج توان لري.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته