سیاستخبرونه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معينیت لپاره نوی معین معرفي شو

کابل، زمري۱۵مه، باختر

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معینیت لپاره نوی معین معرفي شو.

شیخ الحدیث محمد قاسم خالد چې تازه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنې د معین په توګه ټاکل شوی، نن رسما د یاد وزارت د سرپرست وزیر ملا نورالله نوري له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د یاد وزارت د سرحدي څېړنو معینیت لپاره نوي ټاکل شوي معین غونډې ته په خبرو کې د سرحدونو ساتنه او څارنه يو ستر مسؤليت ياد کړ او د جهاد او مبارزې په څير به د هېواد د ټولو پولو د ساتنې او خوندیتوب لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي او ټولو ورسپارل شويو مسولیتونو ته به ژمن پاتي شي.

هېره دې نه وي چې د اسلامي امارت چارواکو تر دې وړاندې ژمنه کړې وه چې په خالي دولتي بستونو کې به کسان د هغوئ وړتیا ته په کتو سره وګماري.

ع.ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا