خبرونهنړۍ

صهیونستي ظلمونه؛ د اسرایلو په یو زندان کې د مړو شویو فلسطینیانو شمېر۷ تنو ته ورسېد

نړۍ، د مرغومې ۱۲ مه، باختر

د الجزیرې خبري شبکې د راپورو پر اساس د تېر زیږدیز کال د اوکتوبر له اوومې نېټې راهیسې د اسرایلو يواځې په یو زندان کې د مړو شویو/ وژل شویو شمېر ۷ تنو ته ورسېد.

وروستی هغه یې ویل کېږي، پرون وژل شوی او فلسطیني ډلو ویلي، چې دغه اسیر ترور شوی دی.

د اسیرانو د هویت په اړه معلومات نه شته او ویل کېږي دغه اسیران تر ډېره د شکنجې، ناروغیو ته د نه رسېدو او کافي اندازه خوړو د نه شتون له امله مړه او یا هم وژل شوي دي.

په ورته مهال د غزې په بېلابېلو برخو کې د صهیونستي پوځیانو او حماس غورځنګ ترمنځ جګړې روانې دي او د اسرایلو د هوایي بریدونو له امله تېرو ۲۴ ساعتونو کې ګڼشمېر ملکي وګړي وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته