سیاستخبرونهټولنه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د تېر یو کال مهمې کړنې رسنیزې کړې

 کابل، د زمري ۲۷مه، باختر

ملت ته د حکومت د حساب ورکولو بهیر په دوام، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسئولینو نن په یوه خبري غونډه کې د دغه وزارت د تېر یو کال مهمې لاسته راوړنې او فعالیتونه له رسنیو سره شریک کړل.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې غونډه کې، د یاد وزارت د سرحدي بررسیو معین شیخ محمد قاسم خالد، په اداري، د جرګو او قومي پرېکړو، سرحدي پلټنو او څارنې، د کوچینانو چارو سمون، ښوونې او روزنې، اطلاعاتو او عامه اړیکو، د سرحدونو د کشف او سرغړونو، تحقیق او مطالعاتو، داخلي تفتیش، نظارت او پلان په برخو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د تېر یو کال کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل چې په یاده موده کې د ولسونو د ملاتړ جلبولو، ناوړو دودونو د له منځه وړلو او د خلکو ستونزو او غوښتنو ته د رسیدګۍ په موخه یاد وزارت په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۲۰ زیات سترې ولسي غونډې او جرګې جوړې کړې چې په مرکز کابل کې د انسجام او همغږۍ تر عنوان لاندې ستره غونډه یې یوه ښه بېلګه ده او د هېواد په کچه سلګونو قومي متنفذینو، عالمانو، د افغانستان اسلامي امارت مشرانو او د رسنیو استازو په کې ګډون کړی و.

هغه زیاته کړه چې په یو شمېر ولایتونو کې ۱۷ قومي شخړې حل شوي چې ښه بېلګه یې په میدان وردګو، بامیانو او غور کې د ځايي اوسېدونکو او کوچیانو ترمنځ موجودې وې او د نورو ستونزو د حل په موخه د یاد وزارت هڅې روانې دي.

د سرحدي بررسیو معین څرګنده کړه چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د کوچیانو دوه زره ۵۹ کورنیو ۴۷۶ زره ۳۴۴ څارویو ته د چینجیو ضد درمل او ۳۶۰ زره ۲۶۳ څارویو ته د لېونتوب ضد واکسین او دغه راز ۱۴۰۰ کورنیو ته د څارویو خواړه ورکړل شوي دي.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ د وزارت اړوند ځینو لېسو څخه ۷۵۰ زده کوونکي فارغ شوي او تر ۳۰۰۰ زده کوونکي په لیلیو کې اوسېږي او خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.

د سرحدي بررسیو معین شیخ محمد قاسم خالد د خپلو خبرو په دوام کوچینانو ته د پېژندپاڼو د وېش یادونه وکړه او ویې ویل چې د کوچینانو د کاغذي او برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لپاره کار روان دی او د اسلامي امارت د کابینې له پرېکړې وروسته، په ولایتونو کې د کوچینانو چارو سمون مدیریتونو له لوري زرګونه کوچي هېوادوالو ته تذکرې تائید او جوړې شوې دي.

د غونډې په پای کې مسئولینو د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا