
کابل، د لېندۍ ۲۰ مه، باختر
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند لېسو د دولسمو ټولګیو زده کوونکو د فراغت په مناسبت غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د سرحدونو، قومونواو قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري، د وزارت مرستيال مولوي عبدالرحمان حقاني، رئیسانو، د لېسو تدریسي او اداري مسؤلینو، دیني علمانو، د زده کوونکو کورنیو ګډون کړی و.
د وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمان حقاني د وزارت له اړوندو لېسو د تېر کال زده کوونکي، چې د کانکور په ازموینه کې یې په لوړه کچه د لوړو زده کړو پوهنځیو ته لار موندلې وه بېلګه وړاندې کړه او له هغوی څخه یې وغوښتل، چې راتلونکي د کانکور ازموینې ته ښه تیاری ونیسي تر څو د خپلې خوښې پوهنځیو ته لار پیدا او خپله وړتیا د هېواد په آبادۍ کې مصرف کړي.
په پای کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري په خپلو خبرو کې فارغو شویو زده کوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته تر دې دمه زرګونه زده کوونکي له مدرسو او ښوونځيو څخه فارغ شوي، چې دا چاره ښوونې او روزنې ته د اسلامي امارت په پوره پاملرنه دلالت کوي.
افغانمل