
کابل، د غوايي ۱۶مه، باختر
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري او ورسره مل پلاوي نورستان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د دو آب ولسوالۍ له ولسونو سره وکتل.
په دغه کتنه کې د یادې ولسوالۍ مسؤلینو، قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو د سرپرست وزیر او ورغلي پلاوي هرکلی وکړ او د خپلې سیمې اړوند غوښتنې او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړل.
سرپرست وزیر ښاغلي نوري د یادې ولسوالۍ خلکو ته په خبرو کې وویل چې د نورستان ټول وګړي یووالي ته ژمن دي، تل یې په سختو حالاتو کې د اسلامي امارت ملاتړ کړی دی او تر څنګ یې درېدلي دي.
نوموړي ژمنه وکړه، چې د دې سیمې ستونزې به د حل په موخه تر اړوندو ارګانونو رسوي او د ستونزو په هوارولو کې به یې پوره هڅې کوي.
افغانمل