(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)ټولنهTOP(PS)

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له TLO موسسې سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ

کابل، د غبرګولي ۳مه، باختر

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت او د اړیکو دفتر موسسې یا (TLO) ترمنځ د عامه پوهاوي غونډو، د شخړو د هوارې او د ولسي خلکو د ستونزو د تشخيص په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغې ناستې پرمهال د یاد وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ملا عبدالخالق عابد، مسلکي مرستیال مولوي احمد طه قادري، د وزارت نورو رئیسانو او د اړیکو د دفتر مرستیال عبدالرحیم خُرم او مل پلاوي حضور درلود. 

د یادې غونډې پیل کې عبدالرحیم خُرم د دې هوکړه لیک موخه د یاد وزارت له پالیسیو سره سم د ولس او قومونو سره نږدې والی او د هغوی ستونزې حل کول یاد کړل او ویې ویل، د اړیکو دفتر یو غیر دولتي بنسټ دی چې د ولس او حکومت ترمنځ د ښو اړیکو رامنځته کولو، د قومي شخړو حل، په ولایتونو کې د همغږۍ غونډو جوړولو، د مرکچي قومي سپین ږیرو د ظرفیت لوړونې او نورو برخو کې کار کوي او له دې وزارت سره به په اړوندو برخو کې په مرکز او ولایاتو کې خپل کارونه مخ ته وړي. 

ورپسې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ملا عبدالخالق عابد راغلي پلاوي ته هرکلی وکړ او ویې ویل، چې په هېواد کې اسلامي نظام قائم دی، خلک د یووالي په ټغر ناست او د ټولو مېشتو قومونو حقوق خوندي دي.

عابد د هوکړه لیک مادو ته په اشارې سره وویل، چې زموږ او تاسې موخه ټول ولس او خلکو ته خدمت او دوی ته آسانتیاوې برابرول دي.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت ټولې ادارې او مسوولین اطاعت ته ژمن دي او د هېواد په هره برخه کې به ستاسې کړنې په ښه ډول مخ ته ځي او حکومت به مو همکاري کوي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا