سیاستخبرونهTOP

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر خوست ته سفر وکړ

کابل، د تلې ۲۴ مه، باختر
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير ملا نورالله نوري او مل پلاوي په داسې حال کې چې د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئیس شيخ کليم الرحمن فاني يې هم ملگرتيا کوله د خوست ولايت ځاځي ميدان ولسوالۍ اړوند له فرضي کرښې څخه له نږدې ليدنه وکړه.
له فرضي کرښې څخه د ليدنې پر مهال ملا نورالله نوري مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه چې په دوامداره توگه د هېواد له فرضي کرښو او سرحدونو څخه د ساتنې په موخه څارنه تر سره کړي او دغه راز يې له ځايې پوله ساتو ځواکونو څخه د هېواد د پولو د ساتلو له امله مننه وکړه او د دندې په تر سره کولو کې يې لا ويښتابه، صداقت او ايماندارۍ ته وهڅول.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا