کابل/ باختر د لړم د مياشتې ١٦مه :
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم د ويتنام د فوټبال له ټيم سره د لوبې د ترسره کولو په مقصد نن دغه هېواد ته روان شو .
د هېواد د فوټبال فدراسيون دتخنيک مسوول طاهر رووفي باخترآژانس ته وويل چې دافغانستان دفوتپال ملي ټيم د آسيا په مقدماتي سياليوکې د روان کال د روانې مياشتې په درې ويشتمه نېټه د ويتنام د فوټبال له ملي ټيم سره سيالي کوي .
رووفي وايي: که چيرې د افغانستان د فوټبال ملي ټيم دغه لوبه وګټي؛ درې امتيازونه ترلاسه کوي او د آسيا د ملتونو جام سياليو ته لاره مومي .
د آسيا جام په مقدماتي سياليوکې افغانستان د اردن، کمبوديا او ويتنام د هېوادله ټيمونو سره په يو ګروپ کې دي.
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل