نړۍ

دامريکا ددفاع وزارت دکندز په روغتون دبريد په باره کې څيړنې کوي .

واشنګتن  باختر دتلي دولسمه:
  دامريکا جمهور رييس بارک اوباما وايي چې ددغه هيواد ددفاع وزارت دافغانستان په کندز کې دبې سرحده ډاکترانو په روغتون دبريد دپيښې په باره کې بشپړ تحقيقات  پيل کړي دي .
باختراژانس  دبهرنيو خبر ځايونو  له خولې  خبر راکړ .اوباما ويلي دي چې ددغه ناتار په باره کې له غوڅ قضاوت مخکې ددغه تحقيق  نتيجو ته سترګې په لاره  پاتې کيږو او دامريکا ددفاع له وزارت څخه يې غوښتي دي چې ده ته ددغې پيښې  په باره کې  دبشپړ تحقيقاتو په باب  معلومات ورکړي .
دبې سرحدى  ډاکترانو سازمان وايي چې ددغه سازمان د ١٢ تنو کارکوونکو او د ٧ تنو  ناروغانوپه  ګډون  څه ناڅه ١٩ تنه  دافغانستان په شمال کې دکندز ښار  په روغتون  دهوايي بريد له امله  وژل شوي دي .
دامريکا جمهور رييس ويلي دي چې دافغانستان له جمهور رييس  او ددغه هيواد له حکومت او له خپلو  نړيوالو انډيوالانو سره خپلو نږدې همکاريو ته دوام ورکوو چې دافغانستان امنيتي او دفاعي  ځواکونه  وکولاى شي په خپل هيواد کې سوله او امنيت تامين کړي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته