روغتیا

د کرونا ويروس ١٤ نوې پېښې په ننګرهار کې ثبت شوې

 کابل/ د غویي ٩ مه / باختر
په ننګرهارکې د کرونا ويروس د ١٤ نويو پېښو په ثبت سره، په افغانستان کې په دغه ويروس د اخته کسانو شمېر ١٧٣٢ ته ورسېد.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې دوى د وروستيو ٢٤ ساعتو په بهيرکې د کرونا ويروس لسګونه موارد په لابراتوارونو کې  څېړلي دي چې له دې جملې څخه  ١٤ يې مثبتې وې.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې تراوسه په هېواد کې په کرونا ويروس ٥٧ اخته کسان مړه شوي او ٢٢٠ تنه نور روغ شوي دي.
په همدې حال کې د کرونا ويروس لسګونه مشکوک موارد همدا اوس د ننګرهار په لابراتوارونوکې تر څېړنې لاندې دي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته